په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چین په اقتصادي وده کې د اورګاډو ونډه

د نړیوال بانک يوه نوي رپوټ ويلي د چين د چټکې ځغاستې اورګاډي شبکه يو بې ساری برياليتوب دی او دې ته يې اشاره کړې چې دغه شبکه اوس د ټولې اروپا او هم امريکا داورګاډو له کرښو پراخه او دا يوازې د نيم چين خبره ده.

هلته به د اورګاډي شبکه تر ۲۰۲۰ کال پورې ۲۵ زره کيلومترو ته غځېږي.

اورګاډي د چین اقتصادي سټراټيژۍ لويه برخه جوړوي.

د اورګاډی نوې کرښې چې له وړاندې لوېديځ لور غځېدلې، د کاروبار شرکتونو ته یې د دې لار پرانيستې چې له مرکزي اسيا او اروپا سره مخامخ سوداګري وکړي، او اوس د چين اورګاډي پټليو جوړونکي چمتو دي چې خپل پلانونه نړیوال کړي.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې حمید شجاع یې وړاندې کوي.