په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په غزه کې تاوتریخوالی لا هم روان دی

سره له دې چې ملګريو ملتونو د تاوتريخوالي سمدلاسه پای ته رسولو بيړنۍ غوښتنه کړې ده په غزه کې د اوربند هېڅ نښې نه برېښې.

د وژل شويو فلسطينيانو شمېر اوس له پنځو سوو اوښتی، او د اسرائيلو هوايي بريدونه لا روان دي.

دوې اوونۍ مخکې پر غزه د اسرائيلو د بريد له پيل راهيسې پرون تر ټولو مرګونې ورځ وه، چې څه د پاسه سل تنه فلسطينيان او ۱۳ اسرائيلي سرتېري په کې ووژل شول.