په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مالیزیایي الوتکې پلټونکو لپاره اوربند وشو

په اوکرايين کې روسي پلوه یاغيانو او حکومتي ځواکونو پر يوه اوربند سلا کړې چې د ماليزيايۍ الوتکې د لوېدا ځای ته د پلټونکو د ورسېدو لار هوراه شي.

خو په سيمه کې د بي بي سي يوه خبريالې وايي له لرې يې د توغنديو د بريدونو غږونه اورېدلې دي.

د نن لومړیو کې بېلتونپالو د الوتکې د معلوماتو ثبتولو دوه بکسونه ماليزيايي چارواکو ته وسپارل.

په همدې وخت کې هغه اورګاډی چې د قربانيانو مړيې يې لېږدول، خارکېف ته رسېدلی دی.