په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان کې په اېډز اخته ناروغانو شمېر زیات شوی

واشنگتن کې د نړيوالو ساينس پوهانو يوه څېړنه ښیي چې په پاکستان کې د اېډز د اېچ.اى.وي د ناروغانو شمېر زيات شوى دى.

له ٢٠٠٠م کاله را پدېخوا د اېډز د ناروغانو په شمېر کې په کال کې ١١ سلنه زياتولى راغلى دى.

خو په همدې موده کې بيا د نري رنځ او ملاريا له امله د مړو شويو کسانو شمېر راکم شوى دى.

د بي بي سي محمد زاهد د کانادا په ټورانټو ښار کې د اېډز د ناروغۍ له څېړونکي ډاکټر ذوالفقار بوټه څخه د لنډې مرکې په سر کې پوښتلي چې په پاکستان کې د اېډز ناروغۍ د خپرېدو لاملونه څه دي؟