په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ناروې او د ورځې شل ساعته روژه

د دوبي په ورځو شپو کې روژه سخته ده؟ اوږدې او تودې ورځې ډېرو ته سخته وي خو که روژه مو شل ساعته وي بيا به مو څه حال وي؟ ناروې کې څه دپاسه دوه سوه زره شته مسلمانانو ته د روژې نيول يوه ننګونکې چاره ده. ډېر په کې د روژه ماتي لپاره لمر لوېدو او ماښام ته انتظار باسي، او کله چې ورځ شل ساعته وي، نو دومره اوږده روژه اسانه خبره نه ده.