په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

م.م: فلسطینیانو ته سرپناه نه لرو

ملګري ملتونه وايي په غزه کې زياتېدونکي شمېر اړمنو فلسطینيانو ته د سرپنا په برابرولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

اسرائيلو ۱۷ مه پرله پسې ورځ خپله بمباري روانه ساتلې ده. لسګونه زره خلکو د ملګريو ملتونو ودانيو ته پنا وروړې ده. دغه نړيوال سازمان وايي اوربند خورا مهم دی، خو د حماس او اسرائيلي مشرانو ترمنځ د کوم اوربند پر سر جوړجاړي کې لا تر اوسه پرمختګ نه دی شوی.