په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ارجنټين د پورونو کړکېچ

ارجنټين د جولای پر دېرشمه د پورونو ورکړې له ناتوانۍ سره مخامخېدونکی دی.

دغه هېواد د تېرې پنجشنبې پر ورځ ونه شوی کړی د خونديتابه پانګې تړون ته ورسېږي چې د ستونزمنو سندونو په اړه يې د پوره پيسو د ورکړې غوښتنه کوي.

په نيويارک کې د خونديتابه پانګې يوې سرچينې ونه منله چې د ارجنټين پورونه بيا له سره مهالوېش کړي.

ارجنټين د جنوبي امريکا يو ځواکمن اقتصاد دی، خو له دې تېر نړيوال اقتصادي کړکېچ مخکې هم له مالي ستونزو سره مخامخ و.

دا چې دغه هېواد څنګه پور ترلاسه کوي، په دې راپور کې ورته کتنه شوې ده.