په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

يهودی چې له مسلمانانو سره روژه و

روژه اوس پای ته رسېدلې، او مسلمانان د نړۍ لروبر د اختر ورځې شپې تېروي.

سږنۍ روژه کې د لندن شمال يو زوړپالی يهودی هاخام هم له مسلمانانو سره مل شوی و، او ټوله روژه یې ونيوله.

دغه هاخام چې نتن ليوي نومي، د لندن يهودۍ ټولنې يوه مخوره څېره ده، د خپل دغه ناعادي عمل له امله هم ستايل شوی، او هم د مرګ ګواښونه ورته شوي وو.