په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خلیلزاد: د ملي یووالي حکومت اصلاحات ګواښلی شي

په ملگرو ملتونو، عراق او افغانستان کې د امريکا پخوانى سفير زلمى خليلزاد وايي که اصلاحاتو ته تاوان وانه وړي نو گډ حکومت په افغانستان کې ښايي گټور تمام شي.

ښاغلي خليلزاد له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې پر دې ټينگار کاوه چې د ولسمشرۍ ټاکنو مشروعيت بايد ومنل شي.

د افغانستان ـ پاکستان د اړیکو په اړه زلمي خلیلزاد وویل په تېرو ۱۳ کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې وې خو د هغو د حل له پاره نوموړی دوې حل لا رې لټوي.

کوربه: سپین تڼی