په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر غزه د اسرائيلو د يرغل دوام

په غزه کې د ملکيانو زياتېدونکي شمېر مړينې پر سر د ملګريوملتونو له لوري له غندنو سره سره اسرائيلو خپل پوځي يرغل ته زور ورکړی دی.

تر دې مهاله په دې جګړه کې څه د پاسه ۱۳ سوه فلسطينيان وژل شوي چې ډېری ملکيان دي، او اته پنځوس اسرائيليان وژل شوي چې ډېر پوځيان دي.

په تېرو څو ساعتونو کې لومړي وزير بينيامين نتنياهو ويلي که اوربند وي او که نه وي، اسرائيل هوډ لري چې د حماس له پولو تېرېدونکي تونلونه ويجاړ کړي.