په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کنېنګهم: هيله ده ټولو غاړو ته معلومات ورسېږي

په افغانستان کې د شنبې پر ورځ، د اګست پر دوهمه، د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو رايو د بيا ارزونې چارې پيلېږي.

دغه بهير چې تېره مياشت پرې کابل ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري له سفر وروسته هوکړه وشوه لا هم پښه نيولى دى.

له بي بي سي سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د امريکا سفير جېمز کنينگهم وايي هيله من دى چې ټولې غاړې به د ارزونې بهير په اړه معلومات ومومي او دا چاره سمه په پر مخ لاړه شي