په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فلسطينيانو-اسرائيليانو اوربند ولې ناشونی دی؟

د حماس او اسرائيلو ترمنځ د امريکا او ملګريو ملتونو په منځګړتوب ۷۲ ساعته اوربند يوازې له پيلېدو څو ساعته وروسته مات شوی دی.

په غزه کې د کورنيو چارو وزارت وايي د اسرائيليانو په توپچي ډزو ۲۷ تنه فلسطينيان وژل شوي دي.

اسرائيل بيا وايي پر ځواکونه يې حماس بريد کړى، او وېره لري چې يو سرتېری يې نيول شوی دی.

په غزې کې د سولې خبرو په اړه، چې ټاکل شوې نن په مصر کې ترسره شي، اوس يو ناڅرګند حالت خپور دی.

د بی بي سي په دې راپور کې دې ته کتنه شوې چې د فلسطينیانو او اسرائيليانو ترمنځ د سولې تړون ته رسېدا ولې ناشونې ثابتېږي؟