په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نورو افغان ژباړونکو ته د امريکا د ويزو ورکړه

امريکا زرو نورو هغو افغانانو ته په دغه هېواد کې د مېشتېدو ويزې د ورکړې پرېکړه کړې ده چې په تېرو ١٣ کالو کې يې امريکا سره په افغانستان کې کارکړى دى.

امريکايي چارواکو وار له مخه ٣٠٠٠ داسې کسانو ته د ويزو ورکولو پرېکړه کړې وه او ټاکل شوې چې د روان کال تر پايه ورکړل شي.

اوس د امريکا د مشرانو جرگې دا شمېر لوړه کړې ده.

د امريکا د بهرنېو چارو وزير جان کيري د دې پرېکړې هرکلى کړى او ويلي يې دي دې خلکو امريکا سره په سخت وخت کې مرسته کړې ده او بايد هير نه شي.

هغه کسان چې امريکايي کمپنيو او ځواکونو سره يې کار کړى دى لويه برخه يې ژباړونکي جوړوي، خو ددې ژباړونکو له ډلې يې ځيني ادعا لري چې داسې ژباړونکي هم شته چې هغوي ته د دې پروگرام څخه د گټې اخيستو فرصت نه ورکول کيږي.

د دوى څخه يو هم سميع الله الکوزى دى چې وايي ډير وخت يې امريکايانو سره کار کړى دى خودې پروگرام کې برخه نه ورکول کيږي.

عنايت الحق ياسيني له ښاغلي الکوزي سره په دې تړاو مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې په رښتيا هم هغه کسان چې بهرنيانو سره يې کارکړى يا يې کوي افغانستان کې د بهرنېو پوځيانو له وتلو وروسته خطر محسوسوي؟