په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کمبوديا سرو خمر مشرانو ته عمر بند سزا

نژدې ۴۰ کاله وروسته له هغه چې سرو خمرو په کمبوديا کې وحشی نظام چلاوه، دوو مشرانو ته یې په کې د بشر ضد جرمونو پر سر د عمر بند سزا ورکړل شوې ده.

د ملګریو ملتونو په ملاتړ يوې محکمې په پلازمېنه پنوم پېن کې د دولت پخواني مشر کېو سمپاون، چې ۸۸ کلن دی، او د پو پاټ ښي لاس سړي نو ان چي، له لوري چې ۸۳ کلن دی، د نه ګرمتوب ادعاوې رد کړې.