په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په لندن کې لسگونو زرو وگړو د اسراييلو ضد لاريون وکړ.

اسراييلو د اوربند له پاى ته رسېدو وروسته پر غزې خپل بريدونه تيز کړي دي او له تېرې شپې راهيسې يې له ديرشو زياتې حملې کړې دي.

فلسطيني سرچينې وايي لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي دي چې يو په کې د حماس جيگپوړى غړى دى

د حماس ډلې هم خپل بريدونو ته دوام ورکړى دى او اسرايلو ته يې نور توغندي توغولي دي

دې تاوترېخوالي کې چې د جولايي په اتمه نېټه پيل شوى دى د اسراييلو بريدونو کې څه د پاسه اتلس سوه فلسطينيان وژل شوي چې ډير يې ملکي وگړي دي او اوه شپېته اسرايليان وژل شوي چې اکثره يې پوځيان دي

د ملگرو ملتو د شمېرو ترمخه نزدې پنځه شپېته زره فلسطينيانو خپل کورونه د اسرايلو د بريدونو له امله له لاسه ورکړي دي

په غزې د بريدونو د غندلو لپاره دلته په لندن کې زرگونه کسانو مظاهر وکړه، احتجاج کوونکو هلته په سملاسي ډول بريدونو ته د پاى ورکولو غوښتنه کولۀ

د مظاهرې يو برخه وال قاري عطا الرحمان زموږ همکار عنايت الحق ياسيني ته وويل