په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عراق کې د واک پر سر لانجه

د عراق نوري المالکي، د لومړي وزیر په توګه، درېیمه دوره غواړي او ګواښ کوي چې که داسې و نه شول نو ولسمشر به محکمې ته کاږي.

دا په داسې حال کې چې ولسمشر فؤاد معصوم بيا حيدر العبادي د حکومت په جوړولی ګومارلی دی.

اوس یوه غاړه بغداد کې د واک پر سر ترينګلتيا ده، بله غاړه بيا رپوټونه وايي چې امریکا اوس کوردانو ته وسلې ورکوي چې د "اسلامي دولت" ډلې پر وړاندې وجنګېږي.