په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه: بهرني اړيکي څنګه سمېدلی شي؟

پخوا هم وې، خو په وروستیو لسیزو کې له ګاونډیو سره د اړیکو ناندرۍ ډېرې شوې دي.

لویه خبره د لاسوهنو ده چې ترهګري یې د وسیلې په توګه کارېږي.

خو نشه یی توکي، کډوال او په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو شتوالی د ناندریو او کړکېچ نور لاملونه دي چې هره خوا پرې بل ګرموي.

ولې داسې ده او اړیکي څنګه سمېدلی شي؟

همدا د بي بي سي آزادې جرګې نوې ګڼې موضوع ده، چې په هرات کې جوړه شوې وه، او نجیب الرحمن حامد، پرې رپوټ چمتوی کړی دی.