په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اردوګان د ترکيې ولسمشر غوره شو

د ترکيې، نوی ټاکل شوی ولسمشر، رجب طیب اردوګان وايي غواړي، د ټولنیزې بیا پوخلاینې یو نوی پړاو پیل کړي.

ښاغلی اردوګان اوس، خپل ځای ناستي او نوي لومړي وزیر پسې ګرځي.

دی وايي بریا یې د ټولو ترکانو ده خو مخالفین یې د ده لخوا د اساسي قانون د بدلولو د وړاندیز په اړه چې ولسمشر ته به ډېر واک ورکوي، اندېښمن دي.

تر اوسه د ولسمشرۍ مقام یو سمبولیک هغه و.