په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عبدالله: جوړجاړی مو پر وېش نه بلکې ګډ کار کړی

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي د ده او د سیال اشرف غني احمدزي له خوا يې په لاسلیک شوې اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دولتي څوکۍ دې د شمېر له مخې ووېشل شي.

دی وايي د ټاکنو ګټونکی به د ټولو رایو د بیا شمېرلو په پایله کې اعلان شي خو اوس هېڅوک د بریالیتوب ادعا نه شي کولي.

ښاغلی عبد الله وايي دا چې دی به په خپله په حکومت کې ونډه ولري که نه، په اړه يې څه ویل له وخته وړاندې خبره ده، خو په حکومت کې يې د ګډون خبره په غوڅه توګه رد نه کړه.

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زي له ښاغلي عبد الله سره مرکه کړې