په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوک کریک له وژنو وروسته څه بدل شوي

دوه کاله وړاندې د امريکا د وېسکانسن ايالت په اوک کريک ښار کې شپږ تنه سکان په ډزو ووژل شول.

دا د کرکې پر بنسټ چلن يو ټکان ورکوونکی جرم و، خو د سپتمبر يوولسمې پېښو وروسته موده کې د سکانو پر ضد د تاوتريخوالي څو پېښې شوې دي.

د دې غميزې کچې د سکانو ټولنه دې ته اړ کړه چې سره کېني او پر خپل حال غور وکړي.

دوی اوس د پوهاوي زياتولو هلوځلو سره ځوابي مبارزه کوي.