په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا په میزوري ایالت کې ترینګلی حالت

د امریکا د میزوري ایالت والي، ملي امنیتي ځواک ته، امر کړی چې له پولیسو سره مرسته وکړي. چې سینټ لویز کې حالت تر کنټرول لاندې راولي.

فرګسن کې له هغه وروسته خلک لارو او کوڅو ته را ووتل چې یو بې وسلې، تور پوستی زلمی، پولیسو وویشت.

دا پېښه یوه اوونۍ وړاندې شوې.

د یکشنبې پر ورځ، دوکانونه لوټ شول او ګډوډي ډېره شوه، پولیسو پر بلواګرو اوښلن غاز وشیندل، خو وايي اول پر دوی ډزې وشوې.