په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اطلاعاتو ته د لاس رسي پروگرام

د خېبر پښتونخوا حکومت په دې وروستو کې يو نوى پروگرام پېل کړى چې هدف يې عادي خلکو ته د حکومتې ادارو د پلانونو او پرېکړو په اړه د مالومات تر لاسه کول دي .

اطلاعاتو ته د لاس رسي پروگرام يا (ار.ټي.ای) د هند په گډون يو شمېر هېوادونو کې عملي شوې.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو د حقونو د کمېسيون چارواکي وايي چې له دغه پروگرام سره نړيوالي مرستندويه ټولنې مرستې کوي خو د دوی اداره خپلواکه ده او حکومت يې په کارونو کې مداخله نشي کولى.

يو شمېر څېړونکي وايي چې حکومت لا هم ډېر مالوت له خلکو پټوي.

په دې اړه زموږ همکار محمد زاهد دلته په لندن سټوډېو کې يو لنډ بحث کړی چې ګډونوال یې د خېبر پښتونخوا د (آر ټي ای) د کمېسيون مشر صاحبزاده خالد، مرستيال قاضي عبدالمتين او د نړيوال بانک عاطف يوسفزی دي.

دوی وايي، د پروگرام اصلي هدف ښه حکومت داري او په ادارو کې شفافيت راوستل دي.

په پیل کې صاحبزاده خالد د پروګرام د موخو په اړه غږېږي.