په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بريتانوي ښار کې د کم عمره نجونو ځورونې

يوه خپلواکه پلټنه وايي د انګلستان شمال رودرهام کې لږترلږه ۱۴ سوه ماشومان د ۱۹۹۷ او ٢٠١٣ کلونو تر منځ د جنسي تېري قربانیان وو.

ان تر ۱۱ کلنۍ پورې پر نجونو جنسي تېری شوی و. ډېری تېري کوونکي په اصل پاکستانيان وو.

له مخکينيو راپورونو او ادعاوو يا سترګې پټې شوې او یا هم له پامه غورځول شوې وې.