په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

انځور چې کلب يې ژغورلی

په بریتانيا کې پر سړک غاړې جوړ شوى انځور، له لانجو او داوو وروسته د يوه بندېدونکي کلب د ژغورنې لامل شوی دی.

بنکسي په دېوالونو انځورونه کاږي خو نه یې څوک پېژني او نه دی چاته ځان ښيي.

خو دی ډېر مشهور دی.

اثار یې اوس په ډېره ګرانه بیه پلورل کېږي.

د همدې انځورگر د موبايل مينانو په نامه انځور د برسټل ښار د ځوانانو کلب وژغوره.