په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان ۷۰٪ اوبه بهر ته بهېږي

لا هم د افغانستان اویا سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي. افغان حکومت وايي د دغو اوبو کابو کولو لپاره دیرش ملیارده ډالرو ته اړتیا ده چې وايي دوی یې نه شي پوره کولای. په تیره لسیزه کې افغان حکومت توانیدلی چې د اوبو د مدیریت په برخه کې د دریو سترو بندونو او بریښنا کوټونو د جوړولو لپاره مټې راونغاړي، چې یو یې په هرات کې د سلما بند دی چې د چارواکو په وینا د سږني کال تر پایه به یې چارې بشپړې شي. محمود کوچی پخپل رپوټ کې وايي چې هر کال د ۳۶ ملیاردو ډالرو په ارزښت د دغه هیواد اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي.