په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان شاهي دوره

نن شپه د زرین سفر په ترڅ کې د افغانستان شاهي دورې ته ځو. افغانستان د روسیې، ایران او پاکستان سره پولې لري.

زه فکر کوم په واقعي ډول د یوه هېواد لیدو لپاره تاسې باید هغه هېواد کې کار وکړئ. د کار له لارې تاسې کولی شئ چې تر یوه بریده د هغه هېواد پر ژبې او کلتور ځان پوه کړئ او خلک یې وپېژنئ.

نوي راغلي خلک که بیړه وکړي نو ښایي د دې هېواد په اړه ناسم فکر وکړي.

داسې خلک ښايي ډېر وګرځي خو دومره ځایونه به و نه ويني. که څه هم دلته ډېر خلک اوسېږي خو داسې ښکاري چې افغانستان ټول مړولی شي.

د دوی خواړه ښایي دومره ښه نه وي خو د نورو هېوادونو په څېر په کې لوږه نه شته او سوالګر هم په کې ډېر کم دي. د خواړو په بازارونو کې یې انار پرېمانه دي. دلته د نانوایانو ډوډۍ داسې ښکاري لکه د ژمي بوټان خو دغه ډوډۍ ډېرې خوندورې دي.

په پنځه افغانیو کولی شئ وېښته کم کړئ یا ګیره وښریې. نایان کریم نه کاروي خو مشتریان یې پروا نه لري. د نایانو پلونه ډېر تېره دي ځکه نو د کریم پرته ږیره ښرېیل یا وېښته کمول دومره ستونزمن نه دی. ډېری افغانان په اوړي کې د سختۍ ګرمۍ له کبله خپل سرونه ښريي.