په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عراق: د امرلي کلابندي ماته شوه

د ملګرو ملتونو د بېړنیو چارو یوه ډله عراق ته ځي چې د اسلامي دولت اورپکو له لوري د بشر ضد جرمونو ادعاوې وڅېړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي داسې شواهد لري چې ښيي دې اورپکو توکمیزې وژنې تر سره کړې دي.

همدې حال کې، د امرلي ښار باندې د دې اورپکو دوه میاشتنۍ کلابندي، د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

د بي بي سي یو خبریال لومړنی بهرنی ژورنالست و چې امرلي ته ورغی.