په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوباما: سرغوڅول امريکا نه وېروي

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د اسلامي دولت په نامه ډلې لورې د دوهم امريکايي خبريال سرغوڅولو غندنه کړې، او ويلي یې دي امريکا په دې کارونو نه وېرېږي.

سټيون سوټلوف يو کال مخکې په سوریه کې تښتول شوی و.

ټاکل شوې، د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامرون وروسته له هغه چې اورپکو په خپلو منګولو کې د يوه بريتانوي يرغمل د وژلو ګوتڅنډنه وکړه، د خپل حکومت بيړنيو چارو کمېټې مشري وکړي.