په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ناټو سرمشريزه او د افغان ځواکنو سمبالښت

د ناټو غړيو هېوادونو مشران دلته په بريتانيا کې خپله سرمشريزه کې د ګډون لپاره رسېدونکي دي، چې ټاکل شوې سبا په وېلز کې پیل شي.

په سرمشريزه کې به دوی د نورو موضوع ګانو ترڅنګ د افغانستان وسله والو ځواکونو ته د کال ۵،۵ ميليارډ ډالرو پر ورکړې هم سلا کوي.

که څه هم د دغه هېواد د وسله وال ځواکونو وړتيا په ښه کېدو ده، تر يوې اندازې يې خبره د افسرانو له ښې روزنې سره تړلې ده.