په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هغه افریقايي هېواد چې پرېمانه اوبو شتمن کړی

په افريقا کې اوبه نوي سره زر دي.

د شمېرنو او ارزونو له مخې، له هغو يو ميليارډ وګړو چې پر دې لويه وچه ژوند کوي، يو پر درې يې د ژوند پوره اړتياوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

خو دا دې معنا هم لري ګنې هغه افريقايي هېوادونه چې له سيندونو او جهيلونو برخمن دي، کولی شي د خپلو اوبو سرچينو کې په پانګونې د انرژۍ پر توليد سوداګري وکړي او خپلو ګاونډيو هېوادونو ته یې وپلوري.

همدا د وړوکي هېواد، لېسوتو سره تړلې خبره ده، چې جنوبي افریقا ته د اوبو له پلور په ميليارډو ډالر ګټي.