په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ویشتل شوې مالیزیایۍ الوتکې لومړی رپوټ

هالنډي پولیسو، د اوکرایین ختیځ کې د مالیزیایۍ الوتکې، اېم اېچ ۱۷ د نسکورېدو په اړه خپل لومړنی رپوټ خپور کړی دی.

لومړې موندنې ښيي چې الوتکه، څو لویو توکو باندې لګېدلې.

او له بهره یې سورۍ کړې وه. هېڅ داسې نښه نشته چې وښيي الوتکه د کومې تخنیکي ستونزې له امله را نسکوره شوې.

خو رپوټ دا نه وايي چې د پېښې تر شا څوک و.

دې پېښه کې ټولې ۲۹۸ سپرلۍ وژل شوې دي.