په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اپل ځيرک ساعت او نوي آیفونونه

د اپل ساعت راووت، څلور کاله وړاندې د ايپډ له راايستلو راهيسې، دا د دغه شرکت د خپل ډول تر ټولو نوی توليد دی.

دغه ځيرک ساعت کې اپونه کارېږي، د روغتيا او جسمي تکړه توب څارونکي په توګه کار کوي او هم د خپل څښتن له ايفون سره تماس ټینګوي.

اپل خپل دوه نور توليدات هم راوسپړل.

لوی او دوی وايي لا غوره ايفونونه، چې د خپلو سيالانو له لا غټو بڼو سره پرې سيالي وکړي.

بي بي سي هم په کليفورنيا کې د اپل د اعلان دې غونډې ته ورغلې وه.