په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د اسلامي دولت جنګیالي تر اټکل زیات پیاوړي دي"

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ترکيې ته په داسې مهال نن ورغلى چې سي ای اې وايي د اسلامي دولت اورپکي ښايي سوریه او عراق کې تر ٣٠ زرو ډېر وسله وال ولري.

تر هغه درې چنده ډېر چې پخوا یې وېره وه.

ترکیه چې له عراق او سوریې سره پولې لري، د اسلامي دولت پر وړاندې جګړه کې مهمه بلل کېږي.

بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې پر پولو د ترکي ځواکونو پوځي عملیات وګوري.