په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د سپوږمۍ کېک" د باور او ملګرتیا نښه

که د آسیا په لويه وچه کې مو له کاروبار سره سروکار وي، نو هرومرو به له سپوږمۍ کېک سره اشنا وئ.

دا يو داسې سوغات دی چې د باور او ملګرتیا جوړولو یوه نښه ګڼل کېږي، او د سپوميز کال د منځني مني اختر پر مهال په چين او جنوب ختيځه اسيا کې پلورل کېږي.

خو پلور يې په تېرو کلونو کې لوېدلی، په تېره بيا چين کې چې ولسمشر شي جينپېنګ پرې، د فساد پر وړاندې خپلې مبارزې یوې برخې په توګه، د عامه پيسو پر لګښت بنديز لګولی دی.