په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر ډيورنډ کرښې د کندې کنستل امنیت راوستی شي؟

پاکستان د ډېورند د کرښې په اوږدو کې د نژدې ٥٠٠ کيلومتره کندې پر کنستو کار پيل کړى چې موخه يې د مشکوکو وگړو د تگ راتگ او د نشه يې توکو د قاچاق مخنيوى ښوولی.

د بلوچستان ايالت چارواکو په وينا تر اوسه ٢٣٥ کيلومتر کنده کنستل شوې ده او پر پاتې هغې کار روان دى.

افغان ولسمشر د پاکستان د دغه ګام د ارزونې لپاره یو دولتي پلاوی ګومارلی دی.

د افغانستان د مشرانو جرگې هم افغان امنيتي چارواکي وربللي چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د کندې د کنستو په تړاو د جرګه والو پوښتنې ځواب کړي.

په دې تړاو د بي بي سي پښتو ستاسو نظر پروګرام دلته اوریدلی شئ.