د ستور پېژندنې د عکاسۍ سیالۍ
په کینیا کې د سپوږمۍ له تندر نیونې تر یوه روڼ اسمانه پورې، دغه کلنۍ سیالۍ کې له ځمکې نه بهر د سیارو زړه پورې عکسونه نندارې ته وړاندې کېږي.
د ایسلنډ په ملي پارک کې د بریتانوي عکاس جېمز وډنډ له خوا اخیستل شوی د شپې پر مهال د شین روښانه اسمان انځور د ۲۰۱۴ کال د ستور پېژندنې جایزه یې وګټله.
سیالۍ ته له ۵۱ هېوادونو نه سلګونه عکسونه لېږل شوي چې له ځمکې نه بهر د سیارو انځور وړاندې کوي. په سیالۍ کې د ځمکې او فضا، لمریز نظام او ژور بحر کټګوریانې شاملې وې. د ژور بحر کټګورۍ جایزه د بیل سنايډر دغه عکس وګټله.
د ژور بحر په ګټګورۍ کې د ډېوېد فیټزهینري انځور دوهم مقام وګاټه.
د مټ جېمز دغه انځور (د ستورو باد) د ځمکې او فضا په کټګورۍ کې دوهم مقام وګاټه.
د لمر پر مخ د اېشېدونکې غاز عکس چې الیکزنډرا هارټ اخیستی د لمریز نظام کټګورۍ جایزه وګټله.
د لمریز نظام د کټګورۍ دویم مقام جایزه جیورج تارسودیس وګټله چې د سپوږمۍ دغه عکس یې اخیستی دی.
د ځمکې او فضا په کټګورۍ کې د جرمني اېګن کمېنیو د لمر تندر دغه انځور د لومړي مقام ګټونکی اعلان شو.
د جولي فلېچر دغه عکس (ورکې ارواګانې) هم د ځمکې او فضا په کټګورۍ کې جایزه وګټله.
د روبوټ د عکسونو سیالي د بریتانوي عکاس مارک هنسن دغه عکس وګټله.
د سر پټریک مور د نویو او ځوانو عکاسانو جایزه په نوي زیلاند کې اخیستل شوي د کریس مرفي انځور خپله کړه.