په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نادره مرغانو د ښکار د مخنیوي لپاره څه کولای شئ؟

د افغانستان د وزیرانو شورا په دې وروستیو کې د اقتصاد له وزارته وغوښتل چې د هغو نادولتي موسسو جواز لغوه کړي چې د نادره مرغانو د ژغورنې په برخه کې کار کوي.

د وزیرانو د شورا د دغې پریکړې ترشاه دلایل روښانه نه دي خو دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د بهرنیو چارو وزارت او د چاپیریال ساتنې ادارې د مرغانو د ژغورنې او په دې برخه کې د پانګونې د تګلارې طرحه مطرح کړه چې د وزیرانو د شورا له خوا رد شوه.

سربیره پر دې د وزیرانو شورا ویلي چې د کورنیو چارو وزارت باید په ټول هېواد کې د مارغانو د ښکار مخنیوي وکړي او د چاپیریال ساتنې له ادارې سره په ګډه د بامیان ولایت د بندامیر په سیمه کې د مرغانو د ښکار او سوداګرۍ مخه هم ونیسي.

په ستاسو غږ پروګرام کې ابراهیم امیري له ګډونوالو پوښتنه کړې چې دوی د نادره مرغانو د ښکار د مخنیوي او ژغورنې په خاطر څه کولای شي؟

د خپرونې میلمه د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې مرستیال مشر عبدالولي مدقق.