په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایا افغان پولیس معیاري دی او په ریښتیا د پولیسو دندې ترسره کوي؟

په تیرو ۱۳ کلونو کې پر پولیسو ډیرې پانګونې وشوې او نړیوالو ورته د سر سر چارواکي د روزنې لپاره وټاکل خو ایا اوس هم افغانستان معیاري پولیس لري؟ او ایا دوی په ریښتیا د پولیسو دندې ترسره کوي؟

د ازادې جرګې په دې ګڼه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.

د خپرونې میلمانه

د امنیتي چارو کارپوه او د کورنیو چارو پخوانی وزیر احمد جلالي

د پولیسو استاد او د کورنیو چارو پخوانی وزیر غلام مجتبی پتنګ

د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزیر فقیر محمد فقیر

او د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح

پروډیوسر/جوړونکی: تاج الدین سروش

وړاندې کوونکی: اسماعیل سعادت