د ملي یووالي حکومت لپاره هوکړه لیک

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د یکشنبې په ورځ (وږی ۳۰) په ارګ کې د ولسمشر کرزي، او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د "ملي یووالي حکومت" جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ. ددغه هوکړه لیک پربنسټ په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي.