"د عایداتو ټيټوالي مو بودیجه زیانمنه کړې"
"د عایداتو ټيټوالي مو بودیجه زیانمنه کړې"
افغان حکومت ويلي مفلسۍ ته ورنژدې شوی او له امريکا او نورو نړیوالو د سلګونه ميليون ډالرو بسپنې ته اړتيا لري.
د افغانستان د ماليې وزارت بي بي سي ته ويلي د ملي عايداتو ټيټوالي له امله يې بوديجې ته زيان رسېدلی او اوس د حکومت مامورانو او کارکوونکو ته د معاشونو ورکولو کې له ستونزو لاس او ګرېوان دي.
د افغان مالي وزارت وياند عبد القادر جيلاني وايي د سپما ګامونه یې اخيستې او اوس يې له بسپنه ورکونکو سره هم خبرو کې پرمختګ کړی دی.