د عکسونو البوم: افغانستان کې د نوي ولسمشر اعلان

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۱مه) په ارګ کې د ولسمشر کرزي، او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د "ملي یووالي حکومت" جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ملي یووالي د حکومت جوړولو د هوکړې تر لاسلیکېدو یوازې څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې اشرف غني احمدزی د افغانستان نوی ولسمشر دی خو د ټاکنو د پایلو سلنې یې په ډاګه نه کړې.
د عکس تشریح،

د ټاکنو د پایلو نه اعلانېدو په خواله رسنیو کې د ډېرو افغانانو کلک غبرګون را وپاروو.

د عکس تشریح،

ځینې افغانان په دې اند دي چې د ملي یووالي حکومت هوکړه د افغانستان ثبات او راتلونکې تضمینولو پر لور یو اساسي ګام دی.

د عکس تشریح،

نورو بیا په خواله رسنیو کې خپله نهیلي څرګنده کړه او د ملي یووالي حکومت یې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او رای اچونې ته یو ډول سپکاوی وباله.

د عکس تشریح،

خو یو شمېر هېوادوالو بیا د نوي ولسمشر په توګه د اشرف غني احمدزي د ټاکل کېدو اعلان په اتڼونو ولمانځه.

د عکس تشریح،

خو یو شمېر هېوادوال په دې اند دي چې په اوسنیو حالاتو کې د ملي یووالي حکومت جوړېدو ته اړتیا وه.

د عکس تشریح،

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د یکشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۱مه) په ارګ کې د ولسمشر کرزي، او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د "ملي یووالي حکومت" جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

د عکس تشریح،

حامد کرزي د هوکړې په اړه وویل: "زه، جهادي مشران او افغان چارواکي له دوی سره د افغان هېوادوالو د سوکالۍ لپاره همکاران یو خو د دغه تړون په منځپانګه کې موږ هېڅ کار نه لرو، مسؤولیت یې د نوماندانو دی."

د عکس تشریح،

هوکړه اووه برخې لري چې د دواړو نوماندانو له نومونو پرته د "برابرښت" او "وړتیا په پام کې نیولو" د اصل پر بنسټ په کې د لوړ پوړو چارواکو د ګومارلو ټینګار شوی.

د عکس تشریح،

په هوکړه کې د نورو مسالو تر څنګ د اساسي قانون د بدلولو لپاره لویه جرګه جوړول، د ټاکنیز سیستم اصلاح کول، د اجراییوي مشر پوست، د کابینې او وزیرانو شورا جلا کېدلو جزئیات ځای پر ځای شوې دي.

د عکس تشریح،

که څه هم د ملګرو ملتونو، ناټو، امریکا او بریتانیا په ګډون نړیوالې ټولنې د دغې هوکړې هرکلی کړی دی خو اروپايي اتحادیې بیا د ټاکنو د دوهم پړاو د پایلو د شمېرو د نه اعلانېدو له کبله خپله خواشيني څرګنده کړې ده.