په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسلامي دولت له ډلې نه په تېښته

ترکیې له هغه وروسته چې تېرو څو ورځو کې، ۱۳۰ زره سوري کردان ور واوښتل له دغه هېواد سره د خپلې پولې ډېره برخه تړلې ده.

ملګري ملتونه وايي، له هغه راهیسې چې درې کاله وړاندې، د سوریې کړکېچ پیل شوی،

دا په دومره لنډ وخت کې تر ټولو ډېر شمېر دی چې سوریه پرېږدي.

۳۰ کاله کېږي چې ترکي ځواکونه، کردي یاغیانو سره په ولسي جګړه بوخت دي...تر اوسه یې ۴۰۰۰۰ کسان وژلې هم دي. ترکیه هغه کردان مني چې د اسلامي دولت له

وېرې تښتي خو دې دواړو ډلو تر منځ ژوره ترینګلتیا را پر ځای ده.

ترکیه وېره لري چې کردان به سوریې ته واوړي او له نور کردي ملېشو سره به یو ځای شي چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې وجنګېږي. همدا د پي کې کې او ترکیې تر منځ د سولې یو پلان ګواښي.