په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا او عرب متحدينو يې سوريه کې بمبارۍ وکړې

امریکا او عرب ملاتړو یې د هغې ډلې پر وړاندې چې ځان اسلامي دولت بولي، هوايي بریدونه پیل کړې دي.

دا بریدونه د ولسمشر اوباما د هغې ژمنې برخه ده چې ويلي و اسلامي دولت به له منځه وړي. دې ډلې د عراق او سوریې ډېری برخې نیولي او خپله سخته اسلامي بڼه یې پرې تپلې ده.

د سوریې حکومت وايي د دې بریدونو په اړه ورته، د بمباریو تر پیل لږ وړاندې ويل شوي و.