د ایزیدي لږکیو مېرمنو د درد کیسې
د ایزیدي لږکیو مېرمنو د درد کیسې
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي هېواد به يې د هغې ډلې پر وړاندې چې ځان اسلامي دولت بولي، د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف ملاتړ کوي.
خو چارواکي د ترکيې پولو سره نژدې تازه هوايي ګوزارونو کې د هر ډول ښکېلتيا خبره ردوي.
عيني شاهدان وايي پوځي الوتکو د کوباني ښار لوېديځ سيمه کې بمونه غورځولي دي.
په داسې حال کې چې پر مځکه په دې اړه راپورونه په رارسېدو دي چې د اسلامي دولت ډلې تر واکمنۍ لاندې د ژوند څرنګوالي کيسه کوي.
د ايزيدي لږکيو زرګونه ښځې او ماشومان نيول شوي، او ډېرې يې د جنسي چارو لپاره قاچاقېږي.
دا يو ځانګړی راپور دی، داسې ګواهۍ په کې دي چې ښايي د ځينو کتونکو لپاره ځوروونکې وي.