د اسلامي دولت ډلې د تیلو بټۍ په نښه شوي
د اسلامي دولت ډلې د تیلو بټۍ په نښه شوي
هوايي بريدونو د هغې ډلې پر مرکزونو ګوزارونه کړي، چې ځان اسلامي دولت بولي.
د امريکا، سعودي او اماراتو جېټ الوتکو د تېلو چاڼولو بټۍ په نښه کړې چې هره اوونۍ د اسلامی دولت په نامه دغې ډلې عملیاتو لپاره لسګونه میليون ډالره پانګه برابروي.
د سوريې مخالف فعالان وايي د بريدونو دغې تازه لړۍ کې ۱۴ اورپکي او پنځه تنه ملکیان وژل شوي دي.