په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان حکومت وايي سږنی کال یې محصولات ډیر شوي

په افغانستان کې د مني په رادبره کېدو، د کښتونو او کرنيزو محصولاتو حساب کتاب هم د ډېرو په خوله دی.

ښه خبره يې دا ده چې تلونکی افغان حکومت وايي سږنی کال يې کرنيز محصولات د تېر کال پرتله ۸ سلنه زیات شوي دي.

دوی يوازې دا نه، چې دا هم وايي ګنې د دغو محصولاتو کیفيت او څرنګوالی هم ښه شوی دی، خو يوه ستونزه چې تل بزګران ترې سر ټکوي، د محصولاتو لپاره يې د بازار موندنې ننګونه ده.

همدا تېره اوونۍ په کابل کې د افغان کرنيزو محصولاتو نندارتون جوړ شوی و، په اړه يې دا راپور ګورو.