په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چین غواړي د چاپېریال ملګري ښارونه جوړ کړي

اټکل دی د ۲۰۲۰ کال په راتلو سره به سل میليونه چينايان ښارونو ته لېږدي، دا د دې معنا لري چې د دوام لرونکو ښاري سيمو او مرکوزونو جوړول بنسټيز کار دی.

شپږ کاله مخکې دغه هېواد د يو داسې څه جوړولو لپاره له سينګاپور سره یوه ګډه ډله جوړه کړه چې د نړۍ تر ټولو لوی چاپېريال ملګری ښار بلل کېدی شي.

شاړې او بې ګټې مځکې په اپارتماني ودانيو اړول شوې دي.

خو په چين کې د ملکيتونو ارزښت لوېدا سره دا ګواښ هم مل دی چې پراخ اقتصاد هم ورسره کش کړي، او دا پوښتنه ورسره راپورته شوې که دا د زرګونو خلکو لپاره د کورونو جوړولو يوه داسې چاره ده، چې هېڅوک په کې نه اوسېږي؟

بي بي سي له بندري ښار تیانجين سره نژدې يو چاپېريال ملګري ښار ته ورغلې چې حالت له نژدې وګوري.