په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند بدلېدونکی موسم او د بزګرانو ستونزې

په داسې حال کې چې دا تېره اوونۍ د نړۍ مشران د اقليمي بدلون په اړه خبرو لپاره په نيويارک کې سره راغونډ شوي وو، ساينسپوهان پر دې بوخت وو، چې هندي بزګرانو ته له بدلېدونکو شرايطو سره د ځان سمولو ټکنولوژۍ نوي ډولونه وروښيي.

د بي بي سي شېلپا کنان د هند شمال کې يوه کلي ته ورغلې، چې بزګران په کې په زياتېدونکي ډول د بدلېدونکې هوا پر ننګونه د لاسبري زړو کړو وړو کې بدلون راولي.