په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هانگ کانګ مشر وايي لاریونونه ژر تر ژره ودروئ

د هانګ کانګ مشر پر ډېموکراسي پلو مظاهره کوونکو غږ کړی دی چې خپلې مظاهرې ژر تر ژره ودروي.

دغلته لسګونه زره خلک د ښار پر واټونو را ټول شوي او دا دوه ورځې یې ټول ښار په ټپه درولی دی.

دوی وايي ۲۰۱۷ کال کې باید ازاده ټاکنې وشي او چین دې کاندیدان نه چاڼوي.