په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پکتیا لرغونې کلا د ملي پوځ ځای که موزیم شي؟

د افغانستان د پکتيا ولايت په مرکز کې دمدني ټولنو فعالان وايي د ښار په منځ کې لرغونې کلا دې موزيم ته وسپارل شي.

په دغې کلا کې اوس افغان ملي پوځ دېره دى.

د ځايي چارواکو په وينا پخواني ولسمشر حامد کرزي امر کړى و چې دا ځاى دې اطلاعاتو کلتور وزارت ته وسپاري خو دا كار عملي نه شو.

احسان الله مهجور د گردېز د اوسېدونکو په وينا وايي که د ښار په زړه کې دا ودانۍ موزيم شي، د امنيت له پلوه به خوندي شي.